د پکتیکا د مرکز ښرنې په ګډون په جاني خېلو او اومنه ولسوالیو کې د نږدې ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو کرنیزو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د پکتیکا ولایتي مسوولینو ویلي، چې په دغو پروژو کې د پلتو سربند، په جاني خېل ولسوالۍ کې د خنجکي چکډېم او شاتوري کارېز او په اومنه ولسوالۍ کې د اته خونې حوض او کانال پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. دا پروژې د یو.اېن.ډي.پي موسسې او د اوبو اوانرژۍ وزارت په مالي ملاتړ پلې شوې دي.




































