د اوبو او انرژۍ وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې یوه بنګله دېشي شرکت په افغانستان کې له ۱۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا انرژي د تولید په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده. د خبر پاڼې له مخې د بنګله دېش د بي پي ټي ایل په نوم شرکت مسوولینو د اوبو او انرژۍ وزارت د پانګونې د جلب او جذب رییس رحمت ولي رحماني سره په کتنه کې د لمریزې برېښنا تولید ته لیوالتیا ښودلې. سرچینې د بنګه دېشي شرکت د رییس محمد اسحاق ابوالخیر له قوله ویلي:« لیواله دي چې په افغانستان کې د ۱۰۰۰ تر ۱۰۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا انرژي د تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.» د سرپرست حکومت چارواکو د یاد بنګله دېشي شرکت مسوولینو ته په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې په برخه کې بشپړ ډاډ ورکړی دی.




































