په سوریه کې د امریکا ملاتړي نظامي ځواکونه وايي، د داعش له وروستیو اورپکو سره یې جګړه پیل کړې. د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو له څو اونیو راهیسې ددې هېواد ختیځ کې باغوز سیمه کلابنده کړې ده. هلته د ماشومانو او ښځو په ګډون د عامو خلکو د لېږدولو لپاره د لارې پرانیستل ځنډېدلي دي. د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو د ټلوالې ویاند مصطفی بالي ویلي، ددوی ځواکونه له غرمې وروسته باغوز ته ننوتي او د ملکیانو وروستۍ ډله یې له سیمې ایستلې. باغوز وروستۍ سیمه ده چې د داعش اورپکو په واک کې ده.



































