د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مرستیالې ډو ویل مو کورجې د یوه پلاوي په ملتیا نورستان ولایت ته سفر کړی دی. سرچینې ویلي، چې نوموړې د یاد ولایت له مرستیال والي مولوي فیصل مختار سره کتلي دي. سرچینې زیاته کړې، چې هغې په کتنه کې د ختیځ زون د یو ان ډي پي مسول او د ولایت د سکټوري ادارو مشرانو هم حضور درلود. مېرمن کورجې وویل چې د سفر موخه یې د ولایتي ادارې سره همغږي، د بنسټیزو پروژو د پلي کېدو لپاره د ملاتړ راجلبول او خلکو ته د کاري فرصتونو برابرول دي. هغې زیاته کړې، چې غواړي د زېربنا، روغتیا، پوهنې، سړکونو، پلچکونو او کوچنیو برېښنا بندونو له لارې د سیمې اوسېدونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.




































