د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان خبرداری ورکړی، چې ترکیه به د سوریې د ویش د هرې هڅې مخه ونیسي او که اړتیا پېښه شي مستقیمه مداخله به وکړي. فیدان دغه څرګندونې په انقره کې خبریالانو ته کړې دي. نوموړي وویل، چې د سوریې وېشلو هڅې چې ترکیه یې د اسراییل اساسي هدف بولي، د منلو وړ نه دي. ترکیې تېره اونۍ پر دمشق د اسراییل هوايي بریدونه وغندل او دا یې د سوریې د سولې او ثبات د هڅو پر ضد توطیه وبلله. د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، انقره باور لري چې د سوېلې سوریې په سوېدا ولایت کې د دروزي وسلهوالو او بدوي قبیلو ترمنځ شخړې، د اسراییل د سیمهییزې بېثباتۍ د پالیسۍ یوه برخه ده.




































