د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي دی د نوبل جایزې لیاقت نه لري. وروسته له دې چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د هند نیول شوی پیلوټ بېرته یاد هېواد ته وسپاره، نو په ټولنیزو رسنیو کې پاکستاني وګړو د هغه لپاره د نوبل جایزې غوښتنه وکړه. دوی ویل چې عمران خان سولې غوښتنوکی دی او باید د سولې د نوبل جایزه ورکړل شي. عمران خان په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د سولې د جایزې وړ نه دی، بلکې د سولې جایزه باید هغه څوک وګټي چې د کشمیر مسئله حل فصل کړي. دده په خبره هغه څوک چې د کشمیر ستونزه هواره کړي د نوبل جایزې لیاقت لري. عمران خان بل پلو په پاکستان کې بیا په (یو ټرن خان) مشهور دی. هغه له خپلو ډېرو خبرو په شا شوی دی، نو له دې امله یې منتقدين (یو ټرن خان) بولي. ده پخپله هم ویلي وو، چې له خپلو خبرو په شا کېدل باید د یوه بریالي رهبر ځانګړنه وي



































