که څه هم راپورونه وایي چې د سوریې په ختیځ کې د عراق پولې ته څېرمه په باغوز ښارګوټي کې د داعش ډلې وسله والو د سوریې د ډموکراټیکو ځواکونو پر وړاندې سخت مقاومت پیل کړی دی خو د سوریې چارواکي وایي چې دا د یادې ډلې وروستی سنګر دی او تر سختې کلابندۍ لاندې راغلی دی. د سوریې ځواکونو چې امریکا یې ملاتړ کوي پرون وویل، د داعش ډلې پر ضد دا عملیات ډېر اغېزمن دي. د دوی په خبره د دې عملیاتو موخه دا ده چې داعش ډله نور په سوریه کې د پښې ځای ونه لري. هغوی زیاته کړې، دې عملیاتو کې یې داعش ډلې ته سخت ګزارونه ورکړي دي او اوس دا ډله په خپل وروستي سنګر کې هم تر کلابندۍ لاندې ده او ژر به یې له منځه یوسي.



































