هند پر پاکستان د بل برید نیت هم لري. د هند لومړي وزیر نریندرا مودي تېره ورځ د هند په احمد اباد کې د یوې وینا پر مهال ویلي، دوی به د سیمې په هره برخه کې د ترهګرو ځالې په نښه کړي. دده په خبره له نورو لارو د ترهګرو ختمولو نتیجه ور نه کړه، نو هند اړ دی چې پخپله لاس په کار شي او پر ترهګرو ډلو بریدونه وکړي. مودي وایي دوی به د ترهګرو پر اصلي مرکزونو نور بریدونه هم وکړي. مودي په پاکستان کې د هوايي برید او د پاکستان له لوري د هندي پیلوټ خوشي کولو ته په اشارې ویلي، دا خو لا تمرین و اصلي کار تر اوسه پاتې دی. مودي زیاته کړې چې خپل هېواد ته متوجه ټول تهدیدونه به له منځه وړي.



































