د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي، په خیبر پښتونخوا کې د سېلابونو له امله پر اوښتې مرګژوبله خواشیني او له سېلابځپلو کورنیو سره یې غمرازي ښودلې ده. د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په څینو سیمو کې د سخت باران او سېلابونو راتلو له امله څه باندې ۳۵۰ کسان مړه شوي دي. حامد کرزي، د قربانيانو له کورنيو او ټول ولس سره خواخوږي ښودلې ده.




































