د لوګر ولایت په مرکز ګمبزې او د محمداغې ولسوالۍ په سفید سنګ سیمه کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له کبله دوه کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي. د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس ویلي، چې د مرور شرطې منسوبین د پېښو ځایونو ته پر وخت رسېدلي او د ټپیانو د ژغورنې او نورو اړوندو چارو لپاره یې لازم اقدامات کړي دي. نوموړي له موټرچلوونکو غوښتي، چې د موټر سرعت کنټرول کړي او ترافیکي اصول مراعات کړي، څو د خلکو ژوند خوندي پاتې شي.































