ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د اسټرالیا د پوځ په یوه تازه خپاره شوي څېړنیز راپور کې څرګنده شوې، چې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو (اېساېاېس) ځینو افسرانو د افغان ملکي وګړو د جسدونو ترڅنګ د وسلو اېښودلو په اړه معلومات لرل، څو هغوی د جنګیالیو په توګه وښودل شي؛ خو د دې ناقانونه کړنې د مخنیوي لپاره یې اقدام نه دی کړی. د راپور له مخې، دغه څېړنه په ۲۰۲۱ کال کې ترسره شوې او په افغانستان کې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو په منځ کې د مشرتابه جدي کمزورتیا، د پوځي نظم له منځه تلل او د پېښو د پټولو هڅې په ډاګه کوي. تر دې مخکې، په ۲۰۲۰ کال کې د «بریرټون» څېړنې موندلې وه، چې د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو د ۳۹ افغان ملکي وګړو او بندیانو په وژلو کې لاس درلود. د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو قوماندان مارک هامونډ د نوي راپور موندنې تایید کړې او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو د قوماندې په جوړښت کې «جدي ناکامۍ» موجودې وې.































