رییسالوزراء ملا محمد حسن اخند نن په کابل کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي او مل پلاوي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او چین د تاریخي اړیکو او اقتصادي او امنیتي همکاریو په اړه خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، افغان حکومت په نړۍوالو غونډو کې د افغانستان په اړه د چین د مثبت دریځ، ملاتړ او د همکاریو ستاینه کوي. ملا محمد حسن اخند ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې هېڅ لوري ته دامنیتي ګواښ اجازه نه ورکول کېږي او د ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکي دي. په دې لیدنه کې وانګ يي افغانستان د چین نږدې ملګری بللی او ویلي یې دي، چې هېواد یې په اقتصادي او امنیتي برخو کې د همکارۍ او د افغانانو د پرمختګ ملاتړ ته ژمن دی.




































