د غزني د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړېږي. د مسوولینو په خبره د یاد ښوونځي ودانۍ د ناور ولسوالۍ د ځایي خلکو په مالي ملاتړ جوړېږي. سرچینې ویلي، چې دغه ودانۍ به پر څلور جربیه ځمکه کې جوړه شي، چې ۱۲ درسي او ۴ اداري خونو ترڅنګ به نور اړین ملحقات ولري.
د یادونې وړ ده، چې یاد ښوونځي ته د ودانۍ په جوړېدو سره به د سیمې زده کوونکو لپاره د زده کړو مناسب چاپیریال برابر او شته ستونزې به یې تر یوه بریده هوارې شي.




































