د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د مسوولینو او خصوصي سکټور ترمنځ له مشورو او هوکړو وروسته، د تورخم له لارې پاکستان ته د افغانستان د صادراتو لپاره ځانګړي وختونه وټاکل شول. دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ د مېوو او سبزیجاتو، او ۱۰ د نورو صادراتو لپاره ټاکل شوي دي. د یاد وزارت په وینا، دغه ګام د صادراتو برخه کې د اسانتیاوو، د هېواد د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو مخنیوي او سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه اخیستل شوی دی.




































