د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر ويلي، چې مسکو ته د سفر پرمهال یې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ او مهمو مسایلو په اړه خبرې کړې دي. جې شنکر ویلي، چې د اوکراین، اروپا، ایران، لویدیځې اسیا، افغانستان او هند نیمه وچې په اړه يې نظرونه تبادله کړي دي. د روسیې او هند د بهرنیو چارو وزارتونو د یادې لېدنې نور جزییات نه دي شریک کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یادې لېدنې په اړه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په نړۍوال ډګر کې د هند او روسیې تر منځ همکاري مانا لرونکې ده.




































