د ا.ا ویاند ویلي، د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا کې د ځینو هېوادونو هغه اندېښنې بېځایه دي چې په افغانستان کې د نورو هېوادونو خپلسرې ډلې شتون لري. ذبیح الله مجاهد دغه ادعاوې رد کړي او له ټولو لورو یې غوښتي چې بېدلیله دې د افغانستان د بېثباته ښودلو کوښښ نهکوي. نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، داسې هېڅ شواهد شتون نهلري چې ورته ادعاوې ثابتې کړي.




































