تورخم کې د کډوالو د لېږد امر بخت جمال ګوهر وايي، چې په له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو لړۍ چټکه شوې او اوسمهال هره ورځ سلګونه کورنۍ د پاکستان له بېلابېلو سیمو د تورخم له لارې هېواد ته راستنېږي. د نوموړي په خبره د همکارو موسسو په همغږۍ د راستنېدونکو کډالو سره د مرستې لپاره بشپړ چمتووالی لري. په همدې حال کې تازه راستانه شوي کډوال د پاکستان حکومت له بد چلنده سرټکوي او نیوکه کوي چې د میلیونونو افغانیو پانګې ترې پاکستان ایسارې کړې دي.




































