د لغمان د اقتصاد رییس جان محمد حامد ویلي، په تېرو څلورو کلونو کې د حکومت او همکارو موسسو په مرسته ۳۸۳ لویې او وړې پروژې پلې شوي، چې زرګونه ځوانانو ته یې د کار فرصتونه برابر کړي او د خلکو ستونزو ته په کې رسېدنه شوې ده. د نوموړي په وینا، د غیر دولتي موسسو لخوا ۳۳۰ پروژې، چې ۸۸ میلیونه ډالر لګښت پرې راغلی او د اسلامي امارت له لوري ۵۳ پروژې، چې ۵۸۸ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی او د کانالونو، سربندونو، د سړکونو بیا رغونې، د اوبو رسولو شبکو، د ښوونځیو بیا رغونې، برېښنایي شبکو، استنادي دېوالونو، سولري سیسټم په برخه کې پلې شوي.




































