د لوړو زده کړو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر شیخ نداء محمد ندیم پرون پکتیا پوهنتون کې د یوې سترې غونډې پرمهال د دیني او عصري علومو پر ارزښت خبرې وکړې او محصلینو ته یې د زده کړو، نیت اصلاح او د وخت د نه ضایع کولو سپارښتنه وکړه. نوموړي دغه راز پکتیا پوهنتون کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت د تدریسي روغتون لپاره د طبي تجهیزاتو پېرلو او یوه جومات چې د ۱۵۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا لري پرانیسته وکړه.




































