د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر ملا خیرالله خیرخواه په کابل کې د اندونیزیا له شارژدافیر نندا ایوالیست سره کتلي دي. نندا ایوالیست د خپل هېواد د فرهنګي برخې همکاریو په اړه ډاډ ورکړی او د عامه کتابتون د ډیجټلایزیشن په موخه یې د تخنیکي وسایلو سربېره د کتابتون د غنامندي لپاره هم په نږدې راتلونکي کې د یو شمېر بېلابېلو کتابونو د ډالۍ کولو ډاډ ورکړی دی. ملا خیر الله خیرخواه د دواړو هېوادونو تر منځ د فرهنګي اړیکو په پراختیا او پیاوړتیا خبرې کړې او په دې برخو کې یې فرهنګي رول مهم بللی دی. دغه راز د ناستې په پای کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر له ملي موزیم او ملي ارشیف سره د اندونیزیا هېواد د همکاریو په تړاو د مننې ترڅنګ د ورته همکاریو د دوام غوښتنه هم کړې ده.




































