په دې کتاب کې د اسلامي فقهې لوی امام ابوحنیفه رح د کاروبار او تجارت په اړه عملي نظریات او اصول راټول شوي دي.
د کتاب لیکوال علي الله متوکل د امام صاحب په کاروباري کړو وړو څېړنه او شننه کړې او په ټوله کې یې د نوموړي اصول ترې راتهیه او د یوه کتاب په چوکاټ کې تدوین کړي دي.
دا کتاب یوه سریزه لري او په لومړیو کې د موضوع پر اهمیت بحث شوی، همدارنګه د امام ابوحنیفه پېژندنه شوې او تر هغې وروسته یې کاروباري اصول تشریح شوي دي.
کتاب ۸۸ مخونه لري او د لسګونه سرچینو څخه تالیف شوی دی.
اکسوس کتابپلورنځي چاپ او خپور کړی او د کابل سربېره د هېواد په نورو مشهورو کتابپلورځیو کې هم د لاسرسي وړ دی.




































