د لوګر والي صلاحالدین ایوبي د دغه ولایت د رسنیو مسوولینو او خبریالانو سره په کتنه کې ویلي چې حکومت د هېواد په کچه د رسنیو هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی. نوموړي د لوګر له خبریالانو غوښتي چې د پېښو پرمهال حقیقت پټ نهکړي او د ولس ستونزو ته په بېطرفه توګه پوښښ ورکړي. همدارنګه د لوګر اطلاعاتو او کلتور رییس فیضالله جوهري ویلي، دغه ولایت د هېواد د رسنیو او خبریالانو د فعالیت برخه کې د پام وړ لاستهراوړنې لري او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅه کوي، د دوی پر وړاندې ټولې ستونزې هوارې کړي.




































