د افغانستان بانک په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه بانک رییس نور احمد اغا او لومړي مرستیال صدیق الله خالد د عزیزي بنسټ له بنسټګر میرویس عزیزي سره کتلي او د بانکي سکټور د لا پرمختګ په تړاو یې خبرې کړې دي. د خبر پاڼې له مخې په دې کتنهکې د عزیزي او اسلامي بانکونو د پرمختګ او ښهوالي او د بانکونو د بشپړ اسلامي کېدو په اړه هر اړخیز بحث شوی دی. میرویس عزیزي د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي له هڅو مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې په یادو بانکونو کې به اسلامي بانکوالي په بشپړ ډول پلې کېږي، د خلکو باور به پیاوړی کیږي او مثبت بدلون به کوي.




































