د هند پوځ وایي چې پاکستاني پوله ساتو یو ځل بیا په جنجالي سیمه کشمیر کې له اوربنده سرغړونه کړې او پر هندي پوځیانو یې د سپکو او درنو وسلو ډزې کړې دي او په پایله کې یې یو هندی پوځي ټپی شوی دی. هندي پوځي چارواکو ویلي چې دوی د پاکستاني پوځیانو ځواب ورکړی دی خو په خبره یې که پاکستان بیا هم له اوربنده سرغړونه وکړي نو پښېمانه به شي. د دې دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ کړکېچ وروسته له هغه اوج ته ورسېد چې هندوستان په پلوامه سیمه کې پر هندي پوځیانو تر برید وروسته د پاکستان په خاوره کې د جیش محمد ډلې پر یو روزنیز کمپ هوایي برید وکړ او د سلګونه وسله والو د وژلو ادعا یې وکړه. د یادونې ده چې د هند لومړي وزیر نرندرا مودي پرون یو ځل بیا پاکستان ته د تازه بریدونو ګواښ وکړ او ویې ویل چې شوی برید یوازې تمرین و او د دوی اصلي کار لا هم پاتې دی.



































