د هلمند ولایتي مسوولین وایي، چې په لښکرګاه ښار کې د هلمند پر سیند د ۳.۲ میلیونه ډالرو په لګښت د ۳۴۰ متره اوږد او ۹ متره سور لرونکي پل د جوړولو تړون لاسلیک شو. د مسوولینو په خبره، چې دغه پروژه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی له عوایدو څخه تمویلېږي او ټاکل شوې، چې په دوو کلونو کې بشپړه شي. د مسوولینو په خبره دغه پل به یوازې د ټرافیکي ستونزو د حل او د ولسوالیو ترمنځ د فاصلې د کمولو لپاره نه وي، بلکې د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ته به نوی تجارتي رنګ او اقتصادي خوځښت هم ورکړي.




































