د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان په اړه یوه غونډه وکړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا به خپل وروستی راپور په یاده غونډه کې وړاندې کړي. سرچینې ویلي، چې په دې غونډه کې به د مدني ټولنې استازی او د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر هم وینا وکړي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ويلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا ماموریت به هم په سپټمبر کې پای ته ورسېږي.




































