د ا.ا ویاند ختیځو ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې په اړه په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې کونړ کې د تېرې شپې زلزلې له امله د مړو شمېر ۸۱۲ تنو او د ټپیانو شمېر۲۵۰۰ تنو ته رسېدلی. ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې یاد ارقام وروستي نه دي او د زیاتېدو شونتیا یې شته. نوموړي ویلي، چې د زلزلې قربانيانو ته د مرستو رسولو په موخه د رییس الوزراء له لوري د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير ملا محمد یونس اخندزاده په مشرۍ يوه کمېټه جوړه شوې، چې د بېلابېلو وزارتونو وزيران او مختلفو ادارو استازي په کې شتون لري. مجاهد زیاته کړې، چې يادې کمېټې ته دمګړۍ ۱۰۰ میلیونه افغانۍ په واک کې ورکړل شوې دي او اړتيا ته په کتو سره به نورې هم ډېرې شي.




































