د متحده عربي امارتو په بشري مرستو سمبال د ګډو عملیاتو د قومندانۍ اړوند د ژغورنې یوه ډله افغانستان ته استولې ده. د راپور له مخې، دغه ډله د متحده عربي امارتو د دولت رییس شیخ محمد بن زاید ال نهیان په امر استول شوې. ټاکل شوې دغه ډله د هېواد د ختیځو ولایتونو په زلزلهځپلو سیمو کې د پلټنې او ژغورنې عملیات وکړي.




































