د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو خبرداری ورکړی چې اسراییلي جنګي بېړۍ به هغه کښتۍ پرې نه ږدي چې ایراني تېل قاچاقوي. هغه پرون په حیفا کې د خپل هېواد سمندري ځواکونو ته د خبرو پر مهال تور پورې کړ چې ایران اوس هم په پټه غواړي چې تېل وپلوري او د ۲۰۱۵ میلادي کال تر اټمي تړون مخکې یې هم ورته هڅې کولې. ډونالډ ټرمپ تېر کال له ایران سره له شوي اټمي تړونه په دې نیت بهر شو چې د ایران د تېلو صادرات به صفر ته راښکته شي. تر اوسه دا څرګنده نه ده چې اسراییل به د ایران د تېلو د قاچاق مخه څه ډول نیسي. ایران تر اوسه د نتانیاهو د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.



































