د اروپايي ټولنې د بشري مرستو لومړۍجوپه د کابل هوایي ډګر ته رسېدلې ده. یاد بنسټ ویلي، چې په دې جوپه کې چې ۴۰ ټنه مرستې پکې دي، د یونیسف په همکارۍ برابرې شوې دي. ټاکل شوې، چې نن به هم ۹۰ ټنه طبي مرستې او ژمني کالي هم کابل ته ورسېږي. دغه راز ویل کېږي، چې راتلونکې اونۍ به هم ۱۰۰ ټنه طبي تجهیزات کابل ته ورسېږي.




































