د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو این ایف پي اې) خبر ورکړی، چې په افغانستان کې له مرګونې زلزلې وروسته د زلزله ځپلو سیمو څه باندې ۱۱ زرو مېندوارو مېرمنو ته بېړنۍ مرستې استول شوې دي او دغه راز دوی ته لاهم بنسټیز خدمات وړاندې کېږي. یاد سازمان راپور ورکړی چې روغتیايي ډلې یې ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ته استول شوې څو مېندوارو مېندو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي. د راپور له مخې لومړیتوب یې د مېرمنو او نجونو د روغتیا خوندیتوب دی. د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق زیاته کړې چې روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته د زېږون اړوند زرګونه خوندي توکي استول شوي او اړمنو مېرمنو ته یې اړینې روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړې دي.




































