د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیو اېچ او) خبر ورکړی، چې د دوی له لوري د ژوند ژغورونکو طبي مرستو نوې جوپه چې له ۳۵ مټریک ټنو څخه زیاته ده،کابل ته رسېدلې، څو د افغانستان په ختیځکې د شوې زلزلې له اغېزمنو خلکو سره د بېړني ځواب هڅې پیاوړې کړي. د دې تازه جوپې په راتګ سره، د روغتیا نړۍوال سازمان له یادې زلزلې وروسته نږدې ۸۰مټریک ټنه بېړنۍ روغتیايي مرستې افغانستان ته لېږدولي او ځای پر ځای کړي دي. دغه توکي،چې د روغتیا نړۍوال سازمان د دوبۍ له لوژستیکي مرکز څخه برابر شوي، پکې د ټپونو او بېړنیو جراحي کېټونه، د لومړنیو روغتیايي خدمتونو بستې، د غېرساري ناروغیو لپاره ځانګړي کېټونه او اساسي درمل شامل دي.



































