د بغلان د پاسپورټ امریت مسوولینو ویلي چې د روان کال په لومړیو ۵ میاشتو کې له ۵ زرو څخه زیات پاسپورټونه وېشل شوي، چې له درکه یې څه باندې ۳۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي. د بغلان د پاسپورټ امر عنایت الحق فاروق ویلي، چې د مراجعینو د اسانتیا لپاره د پاسپورټ د وېش بهیر چټک شوی او اوس محصلینو، ناروغانو او د بهرنیو اقامو لرونکو کسانو ته پاسپورټونه په یوه ورځ کې ورکول کېږي. هغه زیاته کړه، د آنلاین فورمو د نوبت موده، چې پخوا څو میاشتې وه اوس یوې ورځې ته راټیټه شوې او د غوښتونکو د منلو ورځنی ظرفیت ۳۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی.



































