د قطر په پلازمینه دوحه کې د حماس پر مشرانو د اسراییلو برید پراخ غبرگونونه را پارولي دي. دغه برید د ګڼو هیوادونو ترڅنګ ډېر شمېر سیاسیونو هم په کلکو ټکو غندلی دی. د امریکا مخکښ ډېموکرات سناتور برني سینډرز د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر حکومت سختې نیوکې کړي او هغه یې په بشپړه توګه له کنټروله وتلی بللی دی. دغه راز د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسراییل وروستی برید چې په دوحه کې یې د حماس ډلې د مشرانو مذاکره کوونکی پلاوی په نښه کړ، په کلکه غندلی او هغه یې «د نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه» بللې ده. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په قطر کې د حماس پر غړو د اسراییل د برید په غبرګون کې ویلي: «پر بېلابېلو هېوادونو د اسراییل مکررو بمباریو زموږ د سیمې او نړۍ سولې ته ستر ګواښ پېښ کړی دی.



































