قرغیزستاني رسنیو راپور ورکړی چې د ازبکستان د انرژۍ وزرات په کابل کې د پانګونې کنفرانس جوړ کړی او دغه هیواد غواړي چې د افغانستان د برېښنا زیربناوو او د انرژۍ د وېش شبکې د عصري کولو ملاتړ کوي. سرچینې ویلي، چې په دغه کنفرانس کې د ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او افغان چارواکو او دغه راز د نړیوالو بنسټونو او سفارتونو استازو ګډون کړی و. په دې کنفرانس کې د برېښنا د لیږد مزو او د ۲۲۰ تر ۵۰۰ کیلوواټه ظرفیت لرونکو برېښنايي پوستو جوړولو لپاره مالي هوکړهلیک هم لاسلیک شوی او اټکل کېږي چې دا پروژه به د ۲۰۲۷ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.




































