ټولګټو چارو وزارت ويلي، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم پر بنسټ، ټاکل شوې چې د هېواد په لویو لارو ۷۵ جوماتونه جوړ شي. د دغه وزارت د ویاند محمد اشرف حق شناس په خبره، اوسمهال د کابل – کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د ۱۴ جوماتونو د جوړېدو چارې روانې دي. نوموړی وايي، چې د لویو لارو په اوږدو کې په هرو ۷۰ کیلومترو کې یو جومات جوړېږي او ټاکل شوې چې د هېواد په یو شمېر نورو لویو لارو هم جوماتونه جوړ شي.



































