په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفیر عیسی سالم محمد الظاهري د کار موده پای ته رسېدلې ده. نوموړي پرون په کابل کې د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د مخه ښې کتنه کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې تاریخي او مثبتې بللې او د الظاهري د ماموریت دوره یې ستایلې ده . د متحده عربي اماراتو تلونکي سفیر د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه بللې دي او هیله یې څرګنده کړې چې دوه اړخیزې اړیکې په ګڼو برخو کې لا پراخې شي.



































