د خېبرپښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې راپور ورکړی، چې پرون دوه زره او ۲۲ افغان کډوال له بېلابېلو لارو نه خپل هیواد ته ستانه شوي دي. یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کسانو کې ځینې یې په خپله خوښه او یو شمېر نور په جبري توګه ستانه کړای شوي دي. د خېبرپښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې زیاته کړې، چې په ورځني ډول د افغانانو د ستنولو لړۍ روانه ده. په وروستیو کې د افغانستان له ګاونډویو او په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان نه د افغانان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده. د رسمي شمېرو له مخې یوازې په تېرو څو میاشتو کې له ۲ مېلیونو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.



































