د هرات د کرنې او اوبو لګولو ریاست ویلي، دغه ولایت کې د اینجې کرکېله زیاته شوې ده. د دغه ولایت د کرنې او اوبو لګولو ریاست د طبیعي نباتاتو مدیر، جلیل احمد ساغري ویلي، اینجه لږو اوبو ته اړتیا لري او د وچکالۍ او د اوبو د کمښت له امله یې کر اقتصادي بلل کیږي. نوموړي وویل اینجه په غوریان، زندهجان، کرخ، کشک رباطسنګي، کشک کهنه او د نورو ولسوالیو د بزګرانو له لوري کرل شوې ده. ساغري ویلي، په هرات کې له ۸۰۰ جریبه زیاته ځمکه د اینجې تر کر لاندې ده. د بزګرانو په خبره، د اینجې ګل په کور دننه نه کارول کیږي، له همدې امله نورو هېوادونو ته په ځانګړي ډول هند ته صادریږي.



































