د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره په ټیلیفوني اړیکه کې یو ځل بیا پر دوحه د اسراییلو وروستي بریدونه غندلي دي. متقي ویلي، د افغانستان حکومت او ولس د قطر له دولت او ملت سره ولاړ دي. نوموړي په خپلو خبرو کې پر دوحه د حماس د مرکچي پلاوي د ناستې پر مهال د اسراییلو برید د نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده. د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې زیاته شوې، چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له لوري د یاد برید غندنه د ورورولۍ او همدردۍ نښه بللې ده.



































