د سپتمبر په ۱۵مه نېټه په خبري ناسته کې یوه خبریال پوښتنه وکړه چې امریکا په دې وروستیو کې د روسیې له خوا د نفتو د وارداتو په پلمه له جي ۷ او ناټو له غړو هېوادونو پر چین د تعرفو د زیاتېدو غوښتنه کړې او موخه يې د دوی په ګمان دا ده چین اړ شي چې د روسیې او اوکراین د شخړو په پای ته رسېدو کې رول ولوبوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د دې پوښتنې په ځواب کې وویل: د روسیې په شمول د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره د انرژۍ ، تجارت او اقتصاد په برخه کې د چین عادي همکارۍ مشروع او قانوني دي. ده زیاته کړه چې د امریکا دغه غوښتنه یواړخیزه او اقتصادي جبر دی چې د سوداګرۍ نړیوالو قوانینو ته جدي زیان رسوي او د نړیوال صنعتي او اکمالاتي ځنځیر امنیت او ثبات ګواښي.
ده زیاته کړه چې چین له دې سره په کلکه مخالفت کوي.




































