د پنجشېر له کانونو څخه تازه استخراج شوي زمرد وپلورل شول. د والي ویاند سیف الدین لټون ویلي چې نن یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۳ زره ۷۰۳ قيراطه زمرد د ۲۸ زره او ۵۰۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول. نوموړي زیاته کړې، چې تر دې وړاندې هم د بولۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.



































