د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد دوحې ته د سفر پر مهال د قطر د بهرنیو چارو د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره کتلي دي. دفاع وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دوحې او کابل ترمنځ د اړیکو پر پراخېدو خبرې کړې او له قطر سره د افغان حکومت په همدردۍ او ملاتړ ټینګار شوی دی.



































