په ۲۰۲۵م کال کې د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د چرچن ولسوالۍ په صحرا کې ځينې شنې سيمې ليدل کېږي. رښتيا ده چې دغه سیمه له شګلنې ځمکې څخه کرنيزې ځمکې ته بدله شوې ده چې پراخوالی يې په وروستيو کلونو کې څه باندې څلور زرو هېکتارو ته رسېدلی دی.
په څه باندې تېرې لسيزې کې د شينجيانګ، شګلنې ځمکې په کرنيزو ځمکو بدلې کړې چې د غلودانو کښت پراخوالی يې څه باندې اته سوه هېکتاره زيات شوی دی. له دې کبله دغه سيمه په چين کې د غلودانو د توليدي اندازې د زياتوالي تر ټولو لويه سيمه ګرځېدلې ده. بزګر ليو يونګ ويلي چې په صحرا او شګلنې ځمکه کې د غلودانو کرل د سرو زرو د تر لاسه کولو په پرتله لا قيمتي بولو.
روان کال د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د جوړېدو له اويايمې کليزې سره برابر دی. لکه څنګه چې بزګر ليو يونګ ويلي و، هيلۍ د سروزرو په پرتله قيمتي دي. د ده له خوا ويل شوې کيسې د دې سيمې په بېلا بېلو ځايونو کې اورېدلی شو. دغه ټکی هم په نوې زمانه کې د شينجيانګ د ګوندي مديريت د برياليتوب په سپين کتاب کې ثابتېږي. دغه کتاب چې شاوخوا ۲۱ زره کرکترونه لري، په ډېرو شمېرنو او غني تاریخي سندونو نړيوالو ته د شينجيانګ د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د لاسته راوړنو، د دغو لاسته راوړنو د تر لاسه کولو د لامل او په راتلونکي کې د باکيفيته پرمختګ د پرمخ بېولو په اړه معلومات وړاندې کړي دي. د چين د دولتي شورا د پرمختيايي څېړنې د مرکز د قومي پرمختګ د څېړنيز انسټيټيوټ څېړونکي جيا چون يانګ ويلي چې دغه کتاب نه یوازې په تېرو اوياوو کلونو کې د شينجيانګ د لاسته راوړنو په تېره بيا په نوې زمانه کې د دې سيمې د ګوندي مديريت سيسيتماتيکه بياکتنه ده بلکې د دې سيمې د راتلونکي کارونو لرليد هم دی، نو ډېر مهم ارزښت لري.
په تېرو څو کلونو کې د شينجيانګ په اړه نړيوالو راپورټاژونو ته په کتو سره ډېر ناسم او جعلي معلومات کله نا کله وړاندې شوي دي. د امريکا او عربي هېوادونو ځينو سياستوالو د تش په نامه د نسلوژنې او اجباري کار په اړه ډېرې جعلي کيسې ويلې او په همدې پلمه پر چين يې بنديزونه لګولي او غوښتي يې دي چې د دروغ ويلو له لارې د چين د پرمختګ مخه ونيسي. خو دروغ تل دروغ وي. د یاد سپين کتاب په خپرېدو سره نړيوال د چیني شکله عصري کېدو په جريان کې د شينجيانګ لاسته راوړنې او په نوې زمانه کې شينجيانګ کې د چين د کمونېست ګوند د مديريت اغېز هم ليدلی شي.
«ثبات» د شينجيانګ لپاره تر ټولو لومړۍ دنده ده. پخوا د سيمې خلک د زورزياتي پېښو له کبله زيانمن شوي وو. په وروستيو کلونو کې د چین حکومت له قانون سره سم د توندلارۍ او ترهګرۍ ضد مبارزه کړې چې په دې سره يې د ځايي سیمې عامه امنيتي حالت په ښکاره توګه ښه شوی دی. په تېرو څو کلونو کې په دې سيمه کې د زورزياتي پېښې نه دي رامنځته شوې او د بېلابېلو قومونو ۹۹ سلنه وګړو په مسلسلو پنځو کلونو کې له عامه امنيتي حالت څخه خوښي څرګنده کړې ده. تېر کال څه باندې درې سوه میلیونه سيلانيانو شينجيانګ ته سفرونه کړي دي او د دې سيمې ثابت، هوساينه او امنيتي حالت يې هم ستايلی دی. په چين کې د کيوبا سفير بای شه ده په وروستيو کې ويلي چې هغه د شينجيانګ له چټک اقتصادي پرمختګ او ټولنيز امنيت او ثبات څخه ښې خاطرې لري.
«پرمختګ» د ثبات تضمين دی. د شينجيانګ د ځايي اوسېدونکو لپاره دا يو ډېر اهميت لرونکی کار دی چې د ۲۰۲۰م کال په پای کې په دې سيمه کې د مطلق بې وزلۍ ستونزې حل شوې او ځايي خلک اوس د نورو ولايتونو له خلکو سره يو ځای د نسبتاً شتمنې ټولنې د هر اړخيزې ابادۍ لپاره هڅې کوي. اقتصادي ګرافونو ته په کتو سره د دې سيمې عمومي اقتصادي اندازه په ۱۹۵۵م کال کې له يو ميليارد ۲۳۱ میليونه يوانو څخه په ۲۰۲۴م کال کې تر دوو تريليون يوانو پورې زياتوالی ښودلی او د نوې انرژۍ په شمول ځينو سمسورو صنايعو چټک پرمختګ موندلی دی.
د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې له جوړېدو راهيسې اويا کلونه تېر شوي دي. اوس دغه سيمه د پرمختګ په نوي پيل کې ولاړه ده. د چيني شکله عصري کېدو په جريان کې به د ګوندي مديريت د تګلارې تر لارښوونې لاندې شينجیانګ لا باکيفيته پرمختګ ومومي.




































