لوګر کې د کرکټ انټرکلب ۵۰ اورېزې رسمي سیالۍ چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري جوړې شوې چې او ۴۵ ورځې یې دوام وکړ پای ته ورسېدې. د دغه ولایت د کرکټ امریت امر حشمتالله ستانکزي ویلي، دغه سیالي د ۱۶ لوبډلو ترمنځ وشوې چې پایلوبې ته یې همت او افریدي لوبډلو لاره موندلې وه او همت لوبډلې وکولی شول چې خپلې سیالۍ لوبډلې ته د ۴۱ منډو په توپیر ماته ورکړي. نوموړي وویل، د یادو سیالیو له جوړېدو څخه یې موخه ولایتي لوبډلې ته د پياوړو لوبغاړو غوراوی، د کرکټ لوبې ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او همغږي رامنځته کول وو.



































