د هرات ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په اسلامقلعه بندر کې د هغو افغان کډوالو لپاره، چې له ایران څخه راستانه شوي، د ۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت نوي استوګنځایونه جوړ شوي دي. د ځایي چارواکو په خبره، دغه تأسیسات د ۴۱ زره راستانه شويو کډوالو د خدمت لپاره جوړ شوي دي. دوی زیاتوي، دغو تاسیساتو کې کمپ، ۱۲۰ معیاري خیمې، لوی سالونونه، پخلنځی او ۶ تمځایونه شامل دي چې د ۱۸ زره کسانو د لنډمهالې استوګني ظرفیت لري. په ورته وخت کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د نغدو پیسو وېش، ولایاتو ته د کډوالو لېږد، کاري فرصتونه، د کډوالو ښارګوټي او لنډمهالي استوګنځایونو جوړول د کمیسیون له خوا دوام لري.



































