د بغلان ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د برېښنا د دویم بند د سیفون جوړولو چارې بشپړې شوې. د مسوولینو په خبره دغه سیفون د یاد ولایت د مرکز پلخمري په براقا سیمه کې د برېښنا د دویم بند سیفون چې د سېلابونو له امله ویجاړشوی و د جوړولو چارې یې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوېدي. د بغلان د برېښنا ریاست د مطبوعاتو چارو همغږي کوونکي رامین خرم رسنیو ته ویلي، چې د برېښنا د دویم بند سیفون د جوړولو چارې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په ورته وخت کې د بغلان اوسېدونکی علی داد د اسلامي امارت څخه وغوښتل چې په یاد ولایت کې په بېلابېلو برخو کې نورې رغینزې پروژې هم پلې کړي.



































