د «اسلامي هوساینې» په نوم یوه مرستندویه موسسه د ننګرهار او کونړ زلزله ځپلو ته د سرپناوو جوړولو پروګرام پیلوي. د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي، دغه پرورګام (Shelter Box) په مالي ملاتړ پیلېږي چې په بېړنۍ توګه به زیانمنو کورنیو ته سرپناوې جوړې کړي. د ننګرهار د اقتصاد رییس عطاالرحمن فاتح د یادې موسسې له مسوولینو غوښتي، چې په خپلو چارو کې روڼتیا او کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.



































