د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د قطر سفیر سعيد بن مبارک الخيارين ماموریت پای ته رسېدلی دی. هغه د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره د مخه ښې لیدنه کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد وزارت وزیر له افغانانو سره د قطر دولت له بشري مرستو مننه کړې او د سفیر د ماموریت دوره یې ستایلې ده. په خبرپاڼه کې د قطر دولت تلونکي سفیر په حواله لیکل شوي، چې نوموړي په خپل وار د افغانستان او قطر اړیکې دوستانه بللې او هیله یې څرګنده کړې، چې دوه اړخیزې اړیکې په ګڼو برخو کې لا پراخې شي.



































