په بهر کې د مېشتو افغانانو لپاره د پېژندپاڼو په بیو کې کموالی راغلی دی. د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویاند، محمد حلیم رافع ویلي، چې د پېژندپاڼو بیې په بېلابېلو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو لپاره له ۵۰ تر ۱۵۰ ډالرو ټاکل شوي دي. نوموړي ویلي، دغه بیې له دې مخکې ۲۰۰ ډالر وې. رافع زیاته کړې چې دا پرېکړې د هغو افغانانو لپاره د تطبیق وړ دي چې له بهرنیو اسنادو سره سم په حضوري بڼه پېژندپاڼې ترلاسه کوي.



































